د اوکراين تر ټولو ستر جومات پرون (جمعه) د دغه هيواد په مرکز کييف کې پرانستل شو.
د دې جومات، چې ″مسجد الرحمه″ نومېږي، په جوړولو اوولس کاله کار شوي دي.
د مسجد الرحمه کار په ۱۹۹۴ کې پيل شو او ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۰۱ پوري بشپړ شي.
په دې جومات کې تر زرو زيات لمونځ کوونکي په يووخت لمونځ کولي شي.
د ازادۍ راډيو د اوکراينۍ څانګې د راپور له مخې د اوکراين مفتي شيخ احمد تميم خبريالانو ته وويل، چې د دې جومات د جوړېدو په کار کې د ځنډ علت د اوکراين په دولتي ادارو کې بيروکراسي يا کاغذ بازي وه او ځينو خو قصداًً خنډونه جوړول.
د شيخ احمد تميم په وينا په اوکراين کې تر دوو مليونو زيات مسلمانان اوسي چې شاوخوا شپېته زره يې په کييف ښار کې دېره دي.