د ملګروملتو د بشري حقونو شورا پرون د سوريې له لوري د مخالفو اعتراض کوونکو پر ځپنې انتقاد وکړ او يو خاص پلټونکي يې په دې هيواد کې د سرغړونو د څېړنې لپاره وګوماره.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۴۷ کسيزې شورا په جينوا کې په يوه اضطراري غونډه کې هغه پرېکړه ليک ته ۳۷ رايې ورکړې، چې عربي ټولنه یا عرب ليګ، د امريکا متحد ايالتونه اروپايي هيوادونه يې ملاتړ کوي.
روسيې، چين او د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا څلورو نورو غړيو پرېکړه ليک ته منفي رايه ورکړه.