اسراییل: پر ایران حمله نه کوو

د اسراییلو دفاع وزیر ویلي، اسراییل نه غواړي، چې د ایران د اټومي پروګرام په خاطر د دې هېواد پرضد پوځي اقدام وکړي، خو ښايي په یوه پړاو کې له دې پرته بله لاره ونه لري.

اېهود بارک پرون د اسراییلو له راډیو سره په مرکه کې وویل، چې اسراییل اوس مهال د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید پلان نه لري خو دا کار د وروستي اقدام په توګه له امکانه لیرې نه ګڼي.

بارک هیله څرګنده کړه، چې بندیزونه او ډيپلوماټیکې هڅې به پر ایران دومره فشار راوړي، چې خپل اټومي پروګرام بند کړي، خو زیاته یې کړه، چې دی تمه نه لري چې تهران به دې کار ته غاړه کېږدي.

لویدیځ هېوادونه پر ایران تور لګوي د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي خو ایران وايي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.