په هلمند كې چارواکي وایي، چې په ګرشک ولسوالۍ د یو خان له کوره اپیم، پوځي جامې، وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي، چې ګډو ځواکونو د چارشنبې په ورځ د ميرزاخان له کور څخه، چې د خپل کلي خان دې ۱۷۳كيلوگرامه اپیم، شل جوړې د ملي اردو، دوه جوړې د ملي امنيت ، دوه جوړې د پوليسو او يوه جوړه د ځانګړو ځواكونو جامې او یو شمېر وسلې او د سپكو وسلو سلګونه مرمی يي نيول شوې دي.
د ده په وينا چې ميرزاخان په خپله هم نيول شوى او دا مهال تر پلټنولاندې دى.