د لوبې سپورتي روزنیزه موسسه یا ( ال اس ټي او) په کونړ کې یو سلو پنځوس ځوانانو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکړه او د دې لوبې د بیټنګ، بولینګ، فیلډینګ او قوانینو په برخه کې یې وروزل.
د دې موسسې مرستیال زراب شاه زهیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا روزنه شپږ ورځنۍ وه او د کونړ په مرکز اسعد اباد کې تر سره شوه.
د لوبې موسسې یا ( ال اس ټي او) تر دې وړاندې په خوست، کندهار، کندز، ننګرهار، کابل، کاپیسا او پروان ولایتونو کې څه باندې دولس سوه لوبغاړو ته روزنې ورکړې دي.
دغې موسسې د لوبې په لومړې ورځ لوبغاړو ته د لوبو جامې، بوټان او نور اړوند وسایل هم ورکړل.