اروپايي ټولنه د ایران په اړه خبرې کوي

ټاکل شوې ده، چې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو وزیران نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې په غونډه کې له ایران سره د خپلو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

په بلجیم کې دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر دې جوړیږي چې بریتانیا په تهران کې د بریتاني د سفارت په شمول په سیاسي نمایندګیو د افراطي ایرانیانو د حملې په ځواب کې له خپل هېواده ټول ایراني ډیپلواماتان وایستل.

د فرانسې، جرمني او هالند په شمول د اروپایي اتحادیي یو زیات شمېر نورو هېوادونو ویلي، چې دوي په تهران کې د دغې قهرجنې پېښې له امله چې د تیرې سې شنبه په ورځ رامنځ ته شوه، خپل سفیران د سلا او مشورو لپاره ورغواړي.

راپورونه وایي چې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو وزیران به په تهران کې د بریتانیا پر سیاسي نمایندګیو د وروستي برید په ځواب کې ښایي د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد نور اقدامات وکړي.

تمه ده چې دوي به دغه راز د ملګروملتونو د اټومي څارنې ادارې د وروستي راپور په رڼا کې چې ویلي یي دي ایران د اټومي وسلو جوړولو د پروګرام په ارتباط یو لړ ازموینې ترسره کړې، د دې هېواد په وړاندې پر نورو اقدامو هم خبرې وکړې.

پرون بریتانیا اعلان وکړ، چې ټول ایراني ډیپلوماتان له هېواده باسي او په لندن کې د ایران سفارت هم تړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ د دغه اعلان په مهال داهم وویل چی په تهران کی د بریتانیا ټول ډیپلوتان د ایران له خاوری ایستل شوی او سفارت هم تړل شوی دی.