هلري کلنټن میانمار ته خپل تاریخي سفر پیل کړ

د امريکا د متحده ايلاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن نن ميانمار ته خپل مهم تاريخي درې ورځني سفر پيل کړ.

ميرمن کلنټن د امريکا د بهرنيو چارو لومړنۍ وزيره ده، چې په تيرو ۵۰ کلونو کې جنوبي آسيا دغه هيواد ته سفر کوي. نوموړې د ماينمر نوي مرکز (ناپيتاو) ته ورسيده او هلته به د دې هيواد د نوي نظامي حکومت سره چې د ولسي مشرانو ملاتړ ورسره دی، وويني.

امريکايي مقامات وايي، چې ميرمن کليتن به د ميانمار پر مشرانو فشار راوړي، چې د نړيوالي ټولني څخه د لسيزو جلا والی يا منزوي توب پای ته ورسوي.

ميرمن کلنټن به سبا د ميانمار په تجارتي ښار (ينګون) کې د ډموکراسۍ د طرفدارې سياسي مشرې (انګ سان سوکي) سره چې د نوبل د سولې جايزه يې هم اخيستې ده خبري وکړي.

ميانمار د نيمې پيړۍ د 1962 م کال د پوځي کودتا وروسته د نړيوالې ټولنې څخه منزويتوب اختيار کړی و، خو اوس د دې جلاوالي څخه د را وتلو هڅې پيل کړي دي.