ترکیه له سوریې سره خپلې اقتصادي معاملې بندوي

ترکيې نن وويل، چې له سوريې سره به خپلي ټولې اقتصادي معاملې بندې کړي او د سوريې د جمهور ریيس بشارالاسد د حکومت ټول بانکي حسابونه او دارايي به قيد کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اغلو نن په يوه خبري کانفرانس کې پر ترکيې د اقتصادي بنديزونو اعلان وکړ. نوموړي وويل، سوريه د نړيوالي ټولنې دا غوښتنې چې د مظاهرو ضد خونړي ځپل بند کړي ردوي.

ښاغلي داوود اغلو زياته کړه، حکومت به يې ترکي کمپنيو ته هم امر ورکړي، چې نور له سوريې سره د وسلو او يانورو پوځي مهماتو د خرڅولو او ليږلو معاملي بندې کړي.