د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ټاکل شوې چې سبا افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال دویم پړاو د هیواد په یوه ولایت کې پیل شي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه د معلوماتو د ورکولو په وخت کې د هغه ولایت نوم وانه خیست، چې سبا به په کې د امنیت د انتقال دویم پړاو پلی شي.
افغان چارواکو ویلي، چې د امنیت د انتقال په دویم پړاو کې د شپږو ولایتونو، اوو ښارونو او د یو شمیر ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او په دې توګه به د هیواد د نیمايي وګړو د امنیت مسوولیت پرغاړه واخلي.