م.م: په مصر کې وروستۍ وروستۍ ټاکنې وستایلې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون په مصر کې هغه عمومي ارامي او نظم، چې په مصر کې د انتخاباتو په مهال وو او د عربو د پسرلي په پاڅون کې د دې هیواد رول وستایه.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشي ویاند مارټین نیسرکې وویل، بانکې مون د مصر خلکو ته له دې امله مبارکي وايي.

نیسرکې زیاته کړه، بانکي مون په دې باور دی، چې دا د ډیموکراټیک انتقال د یوې مهمې برخې په توګه، په مجموع کې د ټولې انتخاباتي پروسې د دوام لپاره، چې له اعتباراو سولې ډکې فضا کې تر سره شي ډیره ضروري ده.

بانکي مون تر هغې وروسته دا څرګندونې وکړې، چې پرون د مصر د رای ورکولو په مرکزونو کې د دوهمي ورځې لپاره خلک حاضر شوي وو.

دا د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د اعتراضو په نتیجې کې د حسني مبارک د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته لومړني انتخابات دي.

د انتخاباتو لومړي پړاو چې د تیرې دوشنبي په ورځ تر سره شو د دې هېواد له اوه ویشتو ولایتونو څخه په نهو کې یې خلکو د ولسی جرګې کاندید شویو غړو ته رایې ورکړې.

د پارلماني انتخاباتو دوه نور پړاونه هم په نظر کې دي، چې د مهال ویش له مخې به د جنوري تر پایه ختم شي او وروسته تر هغې به د مشرانو د جرګې لپاره رای واخستل شي.