ایراني محصلینو په تهران کې د بریتانا پر سفارت حمله وکړه

د تهران محصلینو د بریتانیا پر سفارت حمله سمه و پرځای پرېکړه وبلله.

ایراني محصلینو په تهران کې د بریتانیا پرسفارت پرون ناڅاپي حمله وکړه. ګڼ شمیر ایرانیانو پر خپل هیواد د بریتانیا له خوا د نویو بندیزونو پر خلاف احتجاج وکړ.
د اورپایې اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کټرین اشټن ویلي دي، د بریتانیا پر سفارت د ایرنیانو حملې سختي اندیښنې راپارولي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپې وایي، یو ځل بیا ایران دا وښودل، چې نړیوال قانون ته لږه پاملرنه کوي. روسیې دا حمله د نه منلو او د محکومیت وړ بللې ده.

لسګونه سخت دریځي ایراني محصلین پرون په تهران کې د بریتانیا سفارت ته ننوتل د بریتانیا بیرغ یې لرې کړ او د سفارت دننه پر دفترونو یې چاپه وکړه.

خبریالان وايي، محصلینو په تهران کې د بریتانیا د سفیر پر استوګنځي هم حمله وکړه.

له ودانۍ دباندې هم محصلینو د بریتانیا پر ضد شعارونه ورکول.

سره له دې، چې د محصلینو له خوا نارامي د رسمي کار له ختیمدو وروسته وشوه، خو تر اوسه پورې دا لا نه ده څرګنده، چې د دې پیښې په وخت کې څومره د سفارت کارکونکي دننه په ودانۍ کې وو.

دا هم نه ده څرګنده، چې څو تنه د بریتانیا د سفیر په کور کې وو.

د فرانس پرېس اژانس د راپور په حواله د بریتانیا د یوه مقام له قوله ویل شوي، چې په دې پیښه کې ټول بریتانوي ډیپلوماټان روغ رمټ پاتې شوي.

پر سفارت حمله پرځای ده:

محمدي یو له هغو محصلینو څخه دی، چې په دې اعتراضونو کې یې برخه اخیستې، دی وايي، په تهران کې د بریتانیا پر سفارت وراوښتل یو ډیره سمه او پرځای فیصله وه.

″دا سمه او پر ځای فیصله وه، د اسلام د د ښمنانو لاس او شتوالی باید په هر طریقه او لاره، چې وي، باید پرې شي.″

د ایراني محصلینو له خوا دا اعترضونه دوه ورځې وروسته له هغې وشول، چې د ایران پارلمان نوی قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې ایران د بریتانیا سفیر د دوه اونیو په ترڅ کې له خپلې خاورې وباسي.

دا کار پر ایران د نویو اقتصادي بندیزونو او له تهران سره د بریتانیا د اقتصادي اړیکو د بندولو په عکس العمل کې شوی.

د ا بندیزونه بریتانیا تر هغې وروسته ولګول، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو وویل، داسې شواهد شته، چې د ایران د اټومي پروګرام د پوځې ابعادو څرګندونه کوي، یعنې دا چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په لټه کې دی.

په ایران کې تر سره شوي اعتراضونه په مستقیمه توګه د دولتي ټلویزیون له خوا ښودل کېدل او ښکاریدل، چې څنګه محصلینو د سفارت پرودانۍ ګاڼې ورول او ښیې یې ماتولې.

د فراس پرېس اژانس یو خبریال چې د سفارت له ودانۍ څخه دباندې ولاړ و، ویلي، د دې حمله په سر کې شاو خوا شل تنه اعتراض کونکي د سفارت اصلي ودانۍ ته ننوتل، ورسته لیدل کیدل، چې محصلینو د سفارت اسناد له کړکیو او د سفارت له عمومي دروازې دباندې غورځول.

ځینو محصلینو پطرولي بمونه ودانۍ ته غورځول لوګی یې پورته کېده بیا نو دوی د سفارت بیرغ یې لرې کړ، د هغې پر ځای یې بله جنډه ولګوله، چې د امام حسین نوم پرې لیکل شوی و.

په ایران کې تر سره شوي اعتراضونه په مستقیمه توګه د دولتي ټلویزیون له خوا ښودل کېدل او ښکاریدل، چې څنګه محصلینو د سفارت پرودانۍ ګاڼې ورول او ښیې یې ماتولې.

له ودانۍ دباندې اعتراض کونکي، چې سلګونه میرمنې هم ورسره وې، د ″مړه دې وې بریتانیه″ شعارونه ورکول.

جرمني او فرانسې ته د محصلینو خبرداری:

محصلینو پر جرمني او فرانسي هم غږ وکړ، چې خپل سفارتونه بند کړي. د ایراني محصلینو دا ډول اعتراضونه دوه دېرش کاله مخکې د امریکا پر سفارت حملې ته ورته دې.

هغه محال د ایران د اسلامي انقلاب سلګونو محصلینو په تهران کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه او دوه پنځوس امریکایان یې د څلور سوه څلور څلویښت ورځو لپاره برامته نیولي وو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې خپله غصه څرګنده کړې او وایي، چې دا ډول حمله له سره د منلو وړ نه ده او سخته یې غندلې ده.

پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د ایران حکومت باید د دې حملې د کنټرول لپاره سمدستي اقدام وکړي.

بریتانیا د ایران حکومت ته دا خبرداری هم ورکړ، چې د نړیوال قانون له مخې دا هېواد د ډیپلوماټانو او د سفارت د کارکونکو د خوندي ساتلو او امنیت مسوولیت لري.

د ایران یو لوړ رتبه مقام ویلي، چې د ایران حکومت د حملې مسوول نه دی.

د ایران د بهرني چارو وزیر په یوې اعلامیې کې د دې پیښې په اړه تاسف څرګند کړی. په اعلامیې کې راغلې چې ایران د ډیپلوماټانو او د ډیپلوماټیکو ځایونو د ساتلو په برخه کې ژمن دی.