په ننګرهار کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په ډنډ کلي کې د سې شنبې په شپه د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه یي د بندیانو په توګه له ځان سره بیولي دي.

د سیمې خلک ادعا لري چې دغه عملیات په ملکي خلکو ترسره شوي، خو د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي په داسې حال کې چې پورته عملیات او په کې رامنځته شوي تلفات تایید کړل، وې ويل دوي ته هم خبر ور رسیدلي چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکوته تلفات رسیدلي، خو دوي به د دغه مسلې څيړنه وکړي او اوس دا ادعا نه شي تاییدولی.

وسله والو طالبانو هم خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي، دا عملیات په ملکي خلکو ترسره شوی، ايتلافي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.