د امریکا متحدو ایالاتو په مصر کې د پارلماني انتخاباتو د پیل هرکلۍ کړی او ویلي یې دي، داسې ښکاري چې دا انتخابات سوله ییز دي او ډېرو خلکو ګډون پکې کړی.
د امریکا د بهرنیوچارووزارت ویاند مارک ټونر پرون وویل، چې د خپلواکو امریکايي څارونکو له خوا د دې انتخاباتو په اړه ورکړل شوي لومړني راپورونه مثبت وو.
د سږکال په فبرورۍ کې له ولسي پاڅون وروسته، چې په نتیجه کې یې حسني مبارک له واکه لېري شو په مصر کې دا لومړني انتخابات دي. د انتخاباتو وخت، چې تر ډېره په خورا سوله ییز چاپېریال کې ترسره شول، د دې لپاره اوږد شو چې رای ورکوونکي خپلې رایې استعمال کړای شي.
د مصر د ولسي جرګې انتخابات په دریو پړاوونو کې ترسره کېږي او له پرون څخه په لویو ښارونو لکه قاهرې، اسکندریې او څو نورو سیمو کې پیل شول او تر جنورۍ پوري به دوام وکړي.
اټکل کېږي چې د اخوان المسلمین په شمول اسلامي ګوندونه ښايي په دې انتخاباتو کې زیاتې رایې ترلاسه کړي.