اوباما د ایرو زون د پورونو په اړه له اروپايي اتحاديي سره وکتل

سپينې ماڼۍ وويل، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون د اروپايي اتحاديې له چارواکو سره په ايرو زون کې د پورونو د بحران په اړه د خبرو لپاره وکتل.

اوباما د اروپايي شورا له مشرهيرمان فان رومپوۍ (Herman Van Rompuy) او د اروپايي کميسون د شورا له رييس يوس مانويل باروسو (Barroso Jose Manuel) سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل.

له خبرو وروسته ولسمشر اوباما وويل، د امريکا متحد ايالتونه تيار دي چې د دې بحران د حل کولو لپاره خپل رول ولوبوي:
«ما له دوي سره خبرې وکړې چې د امريکا متحد ايالتونه تيار دي چې د ستونزې له حل کولو سره د مرستې لپاره خپل رول ولوبوي.

دا زموږ د خپل اقتصاد لپاره ډېر اهميت لري، که اروپايان تر فشار لاندې راځي يا ستونزې ګالي، زموږ لپاره هم سخته کېږي چې دلته په خپل هېواد کې د کار او روزګار زمينې برابرې کړو.»


فان رومپوۍ وويل، چې په نړۍ کې د اقتصادي ودې ستسوالي يوازې د اروپايي اتحاديې له کبله نه دي نو بايد نور هېوادونه هم اقدام وکړي.