اوباما د پاکستاني پوځیانو وژل یوه تراژیدي ګڼي

سپينې ماڼۍ وويل، چې ولسمشر بارک اوباما د پاکستان لور ته د ناټو ځواکونو د اوښتو او د جګړې په نتيجه کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو وژل کېدا يوه تراژيدي ګڼي.

د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په مومند ايجنسۍ کې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان پر دوو لېرې پرتو سرحدي پوستو د ناټو ځواکونو هوايي بريد پاکستان وپاراوه.

د سپينې ماڼۍ ويندوي جې کارني د دوشنبې په ورځ ډاډ ورکړ، چې واشنګټن دې مسلې ته جدي پام اړوي.