پاکستان پر ناټو ځواکونو د ډزو راپورونه رد کړل

پاکستان هغه راپورونه رد کړل، چې د ناټو د هوایي برید ملامتي پرپاکستاني ځواکونو اچوي. په مومندو ایجنسۍ کې د تیرې شنبې په ورځ د پاکستان پردو پوځي پوستو د ناټو د هوایي برید په نتیجه کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول.

پردغه برید پاکستان سخته غوسه څرګنده کړې ده.

لویدیځي خبري رسنۍ د افغان چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ښودل شوي وایي، د افغان او ناټو پرګډو ځواکونو د پولې په دې غاړه کې د پاکستان د پوځي پوستو له لوري مسلسلې ډزې کېدې چې دوی یې دې ته اړ کړي وو، چې د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس نن دغه ادعا رد کړه او ویې ویل، چې ناټو او افغانستان هڅه کوي، له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره پلمې ولټوي.

هغه وویل، هوایي بریدونو سره له دې، چې سیمه ییز قومندان له ناټو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې وه، تقریباً دوه ساعته دوام وکړ.

ناټو د دې ترڅنګ چې دا یې یوه تراژیده غیرقصدي پیښه بللې او بخښنه یې غوښتې، ویلي یې دي، چې د دغې پیښې په اړه څیړنه کوي.