د یمن دولتي رسنۍ وایي، ولسمشر علي عبداله صالح هغو ټولو کسانو ته د بخښنې اعلان کړی، چې په دې هیواد کې په وروستیو لانجو کې یې تیروتنې کړي دي.
د صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ پرضد د روان کال په مظاهرو کې سلګونه کسان ووژل شول.
د بخښنې په دغه فرمان کې هغه کسان شامل نه دي، چې په تیرې جون میاشت کې یې د صالح د وژولو په دسیسه کې لاس درلود.
د اپوزیسیون ډلو د صالح د بخښنې دغه فرمان رد کړی او ویلي یې دي، چې هغه د دغسې فرمان صادرلو صلاحیت نه لري.
صالح تیره اونۍ یوه موافقه لاسلیک کړه، چې له مخې یې واک خپل مرستیال ته سپاري او په بدل کې یې دی له قضایي تعقیبه معافیت ترلاسه کوي.