د عراق په مرکزي برخه او بغداد ښار کې پرون بمي حملو او چاودنو لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل.
لومړى بريد د عراق په مرکزي سيمه د هغه سړک په اوږدو کې وشو چې له ابو غریب څخه د فلوجه پر لوري غزېدلى دى.
د سیمه ييزو پولیسو یوه چارواکي عمر زوابي وويل، بمونه د سړک په دواړو غاړو کې ایښودل شوي وو او پر هغو لاریو وچاودېدل چې د ساختماني چارو کارګران یې لېږدول.
دويم بريد د بغداد ښار په مرکزي برخه باب الشرقي کې وشوه او درې بمونه په نتيجه کې وچاودېدل، په دې پېښه کې ٧ کسان ووژل شول.
په عراق کې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله شخړې کمې شوي خو بیا هم په دې هېواد کې دا ډول بريدونه کېږي.