د ملي امنیت او د افغانستان بانک لپاره کاندیدو رییسانو او د اساسي قانونو پر څار د کمېسیون غړي د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته.
رحمت الله نبیل د ملي امنیت د ریاست لپاره ۲۰۸ رايې، نور الله دلاوري د افغانستان بانک لپاره کاندید ۱۷۳ رايې او د اساسي قانون پر څار د پلتیا د کمېسیون د غړیتوب لپاره منیر دانش ۱۵۵ رايې واخیستې.
دغو کسانو نن تر غرمې مخکي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې خپل کاري پلانونه وړاندې کړل او وروسته یې د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ځوابونه هم وویل.
د ولسي جرګې ۲۲۸ غړي د رايي ورکولو پر وخت حاضر وو او کاندیدو سوو کسانو لږ تر لږه ۱۱۵ رايو اخیستلو ته اړتیا درلوده.