په مصر کې یوازې دوې ورځې پارلماني انتخاباتو ته پاتې دي خو د قاهرې په تحریر میدان کې مظاهرې دوام لري او نن یې نهمه ده.
اعتراض کوونکو تیره شپه په تحریر میدان کې تیره کړه او خپله غوښتنه یې بیا بیا کوله چې انتقالي پوځي اداره دې واک پریږدي.
په مصر کې د تازه ناکراریو په ترڅ کې یو څلویښت تنه وژل شوې دي. خو د مصر پوځي ادارې داسې څه اشاره نه ده کړې، چې واک دې پریږدي او برعکس ټینګار کوي، چې دوی ژمنه کړې ده، چې په اوړي کې به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي او نوي صدراعظم کمال جنزوري ته یې واک سپارلی دی؛ چې حکومت جوړ کړي.
جنزوري د حسني مبارک په وخت هم صدراعظم و.