د مراکش د عدالت او پراختیا ګوند یا (پي. جې. ډي) په مراکش کې د روان کال په سر کې تر ډیموکراسي پلوه مظاهرو وروسته د لمړنیو پارلماني انتخاباتو د ګټلو ادعا کوي.
دا به د عرب پسرلي په نامه د مظاهرو د پيل په ترڅ کې تر تونس وروسته دوهم میانه روه اسلامي ګوند وي؛ چې د شمالي افریقا د دې هیواد اداره لاس ته راوړي.
دې ګوند ویلي، چې د پارلمان اکثریته څوکۍ به چې شمیر یې ۳۹۵ ته رسیږي، ترلاسه کړي.
د روان کال په سر کې د نورو عربي هیوادونو په څير مراکش هم د مظاهرو شاهد وو، چې مظاهره کونکو د اصلاحاتو او زیاتو ډیموکراسیو غوښتنه کوله.
خو داسې ښکاري، چې حکومت د دې مظاهره چیانو د غوښتنو په سرته رسولو کې پاتې راغلی.
ټاکل شوې په مراکش کې به د ډسمبر په څلورمه پراخې مظاهرې وشي.