اموس په هلمند کې د امریکایي ځواکونو جبهې وکتلې

د امریکا د سمندري ځواک جګ پوړي قوماندان جنرال جیمز اموس د پنجشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو جبهې وکتلې او له عسکرو سره یي د شکرانې ادا کولو یا تنکس ګیفن په مراسمو کې ګډون وکړ.

جنرال اموس په هلمند ولایت کې د طالبانو او القاعده وسله والو پر ضد جګړو کې د امریکایي عسکرو د بریاو او پرمختګونو ستاینه وکړه.

جنرال اموس په هلمند ولایت کې د خپلو عسکرو د هرې قطعې د کتلو او عسکرو سره د خبرو پر مهال دا خبره کوله چې په افغانستان کې بری نږدی دی او کله چې د امریکا سندرې پلي ځواکونه له افغانستان څخه وځې، پام به یي ارام سمندر ته واړول شي.

ده زیاته کړه، په آرام سمندر کي به امریکایي عسکر د منځنې ختیځ په څېر، په ځمکنۍ جګړې کي ښکیل نه وي، بلکه هلته به ورته پراخ فرصتونه منتظر وي.

له جنرال اموس سره په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان الین هم ملګری و. جنرال الین په سنګین ولسوالۍ کي د امریکایي ځواکونو قطعې ته د خبرو پر مهال وویل، د امریکا د سمندري پلې ځواک عسکر به د بري تر بیرغ لاندي خپل وطن ته ستانه شي.

جنرال ایلن دغه راز وویل، د طالبانو د نفوذ له منځه وړلو ، په هلمند او د افغانستان په نورو برخو کي د افغان امنیتي ځواکونو په پښو درولو ته لا ډېر زیات وخت پاته دی.