د بحرین پاچا ویلي، هغه حکومتي چارواکي چې د دې کال په پیل کې په دې هېواد کې د راپورته شوېو مظاهرو د ځپلو پر مهال په زورزیاتي کې لاس لري هغوي سره به حساب کتاب وشي او له دندو به لیرې شي.
پاچا حمد بن عیسی الخلیفه نن دا ژمنه په بحرین کې د فیبروري او مارچ د میاشتو د پېښو په اړه د خپلواک کمیسون د څیړنو د راپور له خپریدو وروسته د چارشنبې په ورځ وکړه .
په راپور کې ویل شوي دي چې د مظاهرو په وړاندې د اقداماتو پر مهال له ځواک څخه ناسمه ګټه پورته شوې له ځینو بندیانو سره ناسم چلن شوی او د شکنجې په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي .
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې هیڅ داسې ثبوت یې ندی موندلی چې په دې مظاهرو کې د ایران لاس لرل په ډاګه کړي . بحرین پر ایران تور پورې کړی و چې په دې هیواد کې په راپورته شویو مظاهرو کې لاس لري .
پاچا حمد ژمنه وکړه دی به هر ممکن څه ترسره کړي څو داسې دردیدلې پېښې بیا تکرار نه شي . نوموړې ویلي چې په قوانینو کې به اصلاحات راولي او په نړیوالو معیارونو به یې برابر کړي .