د کاپیسا چارواکي وايي، چې د دې ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د یوه راکټ د لګیدو په پيښه کې د هیلو ټرسټ په نوم د ماین پاکۍ یو کارکوونکی ووژل شو او یو بل ټپي شو.
د کوهبند ولسوال قاضي نور آقا ازادي راډیو ته وویل، چې راکټ له نامعلوم لوري د ماین پاکۍ د کارکوونکو په موټر ولګیده.
نن د پکتیا مرکز ګردیز کې په یوې ترافیکي پیښې کې پنځه کسان ټپیان شول.
په پکیتا کې د ازادۍ راډیو د خبریال د راپور له مخې ټکر د پولیسو رنجر موټر له یوې سراجې سره کړی.
د پکتیا د ملکي روغتون یوه ډاکټر (حیاګل) ازادي راډیو ته وویل، چې په ټپیانو کې د دوو یې وضعیت د اندیښنې وړ دی.