د هلمند چارواکي وايي، چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، دغه نښته وروسته له هغې وشوه، چې وسله والو طالبانو د افغان او بهرنیو عسکرو په ګډ کاروان حمله وکړه.
په اعلامیې کې راغلي، چې په دې نښته کې افغان او بهرنیو عسکرو ته څه زیان نه دی اوښتی، خو یوه دیارلس کلنه جنۍ په کې ووژل شوه او یوه بله ټپي شوه.
په اعلامیې کې د دغو دوو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه نور څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.