افغان ولسمشر پرون په کابل کې د بیلابیلو سیمو له استازو او مشرانو سره وکتل او په تر سره شوي لویې جرګې کې د فیصلو او بحثونو په اړه ورسره خبرې وکړي.
جمهوررییس حامد کرزي په دودیزه لویه جرګه کې د لویې پکتیا د خلکو له استازو سره په کتنه کې وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په باب د دویزې لویې جـرګې برخه والو په خپلو مهمو مـلي سلا مشورو سره یو ځل بیا نړیوالو ته د افغانانو ملي وحدت ثابت کړ.
افغان ولسمشر په دغه کتنه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ ماڼې کې ترسره شوه، د دودیزې لویې جرګې د برخه والو سلا مشورو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، که څه هم د دغې جرګې د جوړیدو په لاره کې ستر خنډونه پراته وو، خو له نیکه مرغه د افغانستان د خلکو په معقول دریځ سره دغه جرګه جوړه او په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.
د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي، د لویې پکتیا د خلکو استازو په بریالیتوب سره د دودیزې لویې جرګې جوړیدل په ملي او نړیواله کچه د افغانستان لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه وبلله، او زیاته کړې یې ده چې، د ملي ترکیب له مخې په دودیزه لویه جرګه کې د افغانانو ګډون، نړیوالو ته دا وښودله چې د مهمو مسالو د حل لپاره د افغانستان خلک د خپل ملي یووالي له لارې په عمل لاس پورې کوي.
جمهور ریبس کرزي د ختیځ زون د خلکو له استازو سره هم وکتل او په خپلو خبرو کې یې وویل، دا ځل دغې جرګې ته د افغانستان خلکو د پخوا په پرتله په ډیر د قت سره خپل استازي رالیږلي وو، چې له نیکه مرغه هغوی هم د امریکا په متحده ایالاتو باندې د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې ښه شرایط کېښودل.
د ختیځ زون د ولایتونو د خلکو استازو له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په باب جوړه شوې دودیزه لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې ممثله وبلله،
دوی وویل، چې دغې جرګې یو ځل بیا نړیوالو ته دا ثابته کړه، چې افغانان په ملي او نړیواله کچه د تصمیم نیولو توان لري او کولای شي په خپله ډیرې مهمې مسلې حل کړي.
په دودیزه لویه جرګه کې د ختیځ زون د ولایتونو برخه والو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررییس حامد کرزي سره په کتنه کې د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د ژور بدلون غوښتنه وکړه.
حامد کرزي د ختیځ زون د خلکو ستونزې او غوښتنې پرځای وبللې، ډاډ یې څرګند کړ چې د دوی د ستونزو او غوښتنو هرې برخې ته به په خپل وخت رسیده ګي وشي.
دودیزه لویه جرګه تیره چارشنبه په کابل کې جوړه شوه او د تیري شنبې په ورځ د یوه پریکړه لیک په وړاندې کول پای ته ورسیده.