په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ولې استعفی وکړه؟

په متحد ایالاتو کې د پاکستان سفیر وایي، هغه له خپل موقف څخه د هغو ګمانونو له امله استعفی ورکړې، چې ویل کیږي، د ده د هیواد د پیاړوې پوځ د کنټرول لپاره د متحد ایالاتو څخه د مرستې د غوښتنې په مسالې کې دخیل و.

حسین حقاني اسوشیېټډ پرېس ته ویلي، هغه په دې برخه کې د هېڅ ډول لیکني او یاهم د یاداشت په لیږلو کې کوم رول نه درلود.

زیاته کړې یې ده، چې ما د سفیر په توګه له خپل مقامه استعفی ورکړی او خوشاله یم چې له پوښتنو ګرویږنو سره مخامخ شم.

حقاني دمخه تر دې چې د تیر اکتوبر په لسمه په بریتانوی ورځپاڼې فایننشل ټایمز په یوې مقالې کې یې ذکر وشي، اسلام اباد احضار کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې دا په کامله توګه یوه ساختګي یا جوړه شوې کیسه بللې ده.

دا مقاله چې د یوه پاکستانی الاصله امریکایي په قلم لیکل شوې، په کې راغلي، چې ویل کیږي، یو لوړ رتبه پاکستاني ډیپلوماټ د ولسمشر زرداري لیک د امریکا د پوځ مشر اډمیریل مایک مولن ته رسولی.

په دې لیک کې د پاکستان د قدرتمند پوځ د ځواک د محدودولو لپاره له امریکا څخه مرسته غوښتل شوې.

د دې مقالي په حواله د پاکستان ولسمشر دې ته په اندیښنه کې دی، چې سږکال په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکایانو چاپې ملکي حکومت تر دې حده توهین کړ، چې ممکن پوځ په کودتا لاس پورې کړي.

د پاکستان سیمه ییزې خبرې رسنۍ په پرله په سې توګه داسې راپورونه خپروي، چې حقاني د یوه لوی ډیپلوماټ په توګه هڅه کوي، چې په دې اړه یاداشتتونه انتقال کړي.