م.م د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکي

افغان چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په پام کې لري، چې د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې وټاکي.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون تیر ماښام له افغان ولسمشر سره په دې اړه مشوره وکړه.

اوس مهال په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازی سټیفن دیمستورا دې، چې د ماموریت دوره یي د ختمیدو په حال کې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لورو موافقه وکړه، چې په دې اړه به د بن کنفرانس په څنده کې خبرې وکړي.