د مصرپر پوځي چارواکو نړېوالې نیوکۍ په زیاتېدو شوې

د مصر پر پوځي چارواکو پرون وروسته له هغه نړېوال انتقادونه په زیاتېدو شول چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې پر مظاهره چیانو حملو ته دوام ورکړ.

ویل کېږي، د تشدد په پېښو کې تر اوسه ۲۴ کسان وژل شوي او څه باندې اولس سوه نور ټپیان دي.

د عفوې نړېوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مصر پوځي چارواکي د بشري حقونو په ساتنه کې په بشپړ ډول پاتې راغلي. په اعلامیه کې د پوځ پر عالي شورا تور لګول شوی چې د لېرې کړل شوي ولسمشر حسني مبارک د حکومت اقداماتو ته له ورته ځپونکو تکتیکونو څخه کار اخلي.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون هم د تشدد د پېښو له وجې ژوره اندېښنه وښوده او له مصري چارواکو څخه یې وغوښتل چې د بشری حقونو، او فردي آزادیو د مصوونیت ضمانت وکړي.

اعتراض کوونکي چې د راپورونو له مخې نن سهار هم د قاهرې په تحریر چوک کې ناست وو، له پوځي واکمنو څخه ملکي حکومت ته د واک سمدستي سپارل غواړي.

پولیسو او پوځ پرون په دې ځای کې له مظاهره چیانو سره اخ وډب وکړ. پرون د شخړو په درېمه ورځ د مصر ټولې کابینې استعفا وړاندې کړه.

د مصر د کابینې ویاند وویل چې د صدراعظم عصام شریف د کابینې غړو خپلې استعفاوې د وسله والو قواوو عالي شورا ته وړاندې کړي.

ده وویل، حکومت به تر هغه کار ته دوام ورکړي چې واکمنه پوځي شورا د کابینې د غړیو استعفا ومني.