م.م په ایران کې د بشري حقونو سرغړونه وغندله

د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټې پرون د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره په ايران کې د بشري حقونو سرغړونه وغندله.

دا پرېکړه ليک، چې د کاناډا له لوري وړاندې شو، د ۳۲ مخالفو رايو په مقابل کې په ۸۶ موافقو رايو تصويب شو.د ايران پرضد دې پرېکړه ليک ته ۵۹ سپينې رايې ورکړل شوې.

پرېکړه ليک د ايراني چارواکو له لوري د بدن د غړيو د قطع کولو او له متروکو يا شلاقو د کار اخيستلو په شمول غيرانساني جزاوې، ناوړه چلند، بې رحمي او شکنجه غندل شوې ده.

پرېکړه ليک په ايران کې په ځانګړي ډول د کم عمره کسانو د اعدام د سزاوو پر زياتېدو خپګان ښکاره کړي دي.

د ايران د مذهبي مشر علي خامنه يي د بهرنۍ سياست سلاکار محمد جواد لاريجاني د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په پرېکړه ليک کې ياد شوي موارد رد کړل او ويې ويل چې هغه بې اساسه او جعلي تورونه دي.