د قاهرې په تحرير چوک کې پرون د شخړو په درېمه ورځ د مصر ټولې کابينې استعفا وړاندې کړه.
پوليسو او پوځيانو پرون په تحرير چوک کې له هغو مظاهره چيانو سره، چې د ديموکراتيکو اصلاحاتو غوښتنه کوي، اخ وډب وکړ.
د مصر د کابينې ويندوي وويل چې د صدراعظم عصام شريف حکومت (کابينې) د وسله والو قواوو عالي شورا ته استعفاوې وړاندې کړي دي.
ده وويل چې حکومت به تر هغو کار ته دوام ورکړي چې واکمنه پوځي شورا د کابينې د غړيو استعفا مني.
د صدراعظم شريف پر حکومت انتقاد کېږي چې بې کفايته دي او د پوځ اطاعت کوي.
ويل کېږي چې په تېرو درو ورځو کې د قاهرې په ناکراريو کې څه باندې شل تنه وژل شوي دي.