د مصر په تحرير ميدان کې مظاهرې
Your browser doesn’t support HTML5
د مصر امنيتي ځواکونو د قاهرې د التحرير ميدان د بيا نيولو لپاره پر مظاهره چيانو حمله وکړه، څو دغه ميدان د مظاهره چيانو له ولکې وباسي.
په سلګونو پوليس او سرتېري د قاهرې له التحرير ميدان څخه د زرګونو مظاهره چيانو د ليرې کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او رابري مرميو استفاده کړې ده.
تحرير ميدان په فبرورۍ مياشت کې د پراخو مظاهرو صحنه وه، چې په نتيجه کې ولسمشر حسني مبارک له واکه ليرې شو.