په فراه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي

په فراه ولایت کې نن سهار په یوه چاودنه کې د درو ولسي خلکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد غوث مالیار ازادۍ راډیو ته وویل، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسیکل کې ایښول شوي وو او غوښتل یې د پولیسو موټر په نخښه کړي.

ده وویل، په دې چاودنه کې پولیسو ته زیان نه دی رسېدلی.

د دې چاودني مسوولیت چا نه دی منلی.