د احصايي له مخې د نارینوو په نسبت د ښځو شمېر کم دی

د احصایي مرکزي اداره وایي، چې په تیر کال کې د افغانستان د وګړو شمېر شپږویشت اشاریه پنځه میلیونه وو.

د دغې ادارې مشر عبدالرحمان غفوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوي د سروې له مخې د نارینه وو په نسبت د ښځو شمېر کم دی.

د نوموړي په وینا دا سروې د افغانستان د نفوس، روغتیا، زده کوونکو، ښوونکوو، سوداګرۍ او ځینو نورو برخو کې شوې ده.