د ایران دولتي خبري اژانس ارنا وايي، د اصلاح غوښتونکو مخکښه ورځپاڼه د درواغو د خپرولو په تور تړل شوی دی.
که څه هم چې په دې اړه نور جزئیات نه دې ورکړل شوي، خو اعتماد ورځپاڼې په دې وروستیو کې د ولسمشر احمدي نژاد له مطبوعاتي سلا کار سره مرکه خپره کړې، چې په کې هغه د ولسمشر په وړاندې د مخافظه کارو پر دریځ انتقاد کړی وو.
په داسې حال کې چې په ایران کې په راتلونکې مارچ میاشت کې پارلماني انتخابات کیږي، په وروستیو څومیاشتو کې د ولسمشر احمدي نژاد او د ایران د یو شمېر سخت دریځو مشرانو ترمنځ اختلافات مخ په زیاتیدو دي.
د اصلاح غوښتونکو ورځپاڼه اعتماد په تیرو لسو کلونو کې د ایراني مقاماتو له خوا څو ځله تړل شوې ده.