چین:د نړۍ اوږد مهاله اقتصادي بحران حتمی دی

د چین د صدراعظم مرستیال وايي، د نړۍ اوږد مهاله اقتصادي بحران حتمی دی او چین ته پکار ده چې په خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي.

ونګ قیشنګ لومړني لوړ رتبه چینايي مقام دی، چې د نړۍ د اقتصاد په اړه يي داسې بې باکه څرګندونې کوي.

د چین د دولتي خبري اژانس سین هوا د راپور له مخې ونګ په خپلو څرګندونو کې د حکومت د پالیسۍ د بدلون په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار يي وکړ چې بانکونه باید د کرنې سکتوراو وړو شرکتونو ته د پور ورکولو په برخه کې نرمه پالیسي ولري.