"د بن د دویم کانفرانس د ګډونوالو په لست کار روان دی"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بن د دویم کانفرانس د ګډونوالو په لست کار روان دی او په دې که به پنځه ویشت په سلو کې ونډه ښځو ته ورکول کیږي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا مهال د وزیرانو د شورا او وزارتونو په کچه په دې اړه سلا مشورې او کارونه روان دي.

موسی زي وویل، په دې کانفرانس کې به د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په راتلونکو اړیکو، د انتقال په پروسې او د سولې په بهیر خبرې کیږي.

د بن کانفرانس د ډیسمبر په پنځمه نېټه د یوې ورځې لپاره د جرمني په بن ښار کې جوړیږي.