غزني: بهرنیو ځواکونو دوه افغان پولیس وژلي دي

چارواکي وایي چې په غزني ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د بهرنیو ځواکونو په ډزو کې دوه افغان پولیس وژل شوي دي.

ویل شوي، چې د دې ځواکونو ترمنځ مخابراتي ستونزې د دې پیښې لامل ګرځیدلی دی.

په عین حال کې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په یوه خپره شوې اعلامیې کې ویلي، چې د تیرې شپې دا پیښه له ځانه د دفاع له امله نه ده شوې.

د غزني د امنیې قومندان زړور زاهد ویلي، چې بهرنیو ځواکونو د شپې عملیاتو په اړه خپل پلان د پولیسو له سیمه ایزو ځواکونو سره نه وو مطرح کړي.