بریتانیا: ۴ تنه په تروریستي هڅو تورن شول

بریتانیایي پولیسو څلور تنه په ترورستي هڅو تورن کړل.

دا کسان د سې شنبې په ورځ د بریتانیا په مرکزي ښار برمینګم کې ونیول شول.

پولیس وایي، چې دا څلور تنه به نن په لندن کې محکمې ته حاضر شي.

دغه کسان د ترورستانو لپاره د پیسو په ټولو او پاکستان ته په سفر او هلته په ترورستي روزنه تورن شوې دي.

پولیسو وویل، چې دا کسان، خباب حسین، اسحاق حسین، شاهد قاسم خان او نوید محمد علي نومیږي، چې نوید څلرویشت کلن دی او نور درې واړه نولس کلن دي.