م.م د ایران د اټومي پروګرام پرضد یو پریکړه لیک تصویب کړ

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا، د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکو له خوا پرون داسې یو پریکړه لیک تصویب شو، چې په کې د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا په اړه ژوره او مخ په زیاتیدونکې اندیښه څرګندونه شوې ده.

دا پریکړه لیک تر هغه وروسته رامنځته شو، چې تیره اونۍ د نړیوالې اټومي انرژۍ په یوه راپور کې وویل، داسی ښکاري، چې ایران د اټومي بم په جوړولو کار کړي او ممکنه ده، چې لا به هم په پټه د دې کار د ختمولو لپاره څیړنه کوي.

په پریکړه لیک کې راغلي دا د ایران او اټومي انرژۍ د نړیوالې لپار ه ډیره مهمه ده، چې یو تر بله خبرې اتري پیاوړي کړي. له ایراني مقاماتو هم غوښتل شوې دي، چې په کامله توګه بې له ځڼډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې پریکړه لیک له تصویبدو څخه وروسته ایران وویل، دا هیواد به د نړیوالې اټومي ادارې په لویه غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ جوړه شي ګډون ونه کړي.