په مسکو کې درې اړخیزه اقتصادي غونډه کیږي

د روسیې، بیلا روس او قزاقستان جمهور رییسان به نن د اروپا-آسیا د اقتصادي اتحادیې د جوړولو په اړه د لومړنیو ګامونو په پورته کولو سلا شي.

د روسیې جمهور رییس دمیتري میدودیف نن په مسکو کې د بیلاروس د جمهور رییس الکساندر لوکاشینکا او د قزاقستان د جمهور رییس نورسلطان نظربایف کوربه دی.

کریملن وایي، مشران به په خپلو کې د اقتصادی همکاریو د زیاتولو په اړه یو سند لاسلیک کړې. دا هیوادونه دا مهال هم په خپلو کې ګمرکې اتحادیه لري.

د اقتصادي اتحادیې مفکوره لومړی د روسیې د صدراعظم ولادمییر پوتین له خوا مطرح شوې وه او ویلي یې وو، په لومړې سر کې باید په دې اتحادیې کې روسیه، بیلا روس او قزاقستان شامل شي او وروسته په کې د پخواني شوروي اتحاد هر جمهوریت داخلیدای شي.