د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نن سهار په چپرهار ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې کسان ووژل.
د چپرهار د امنیې قومندانۍ یوه چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وژل شوېو کسانو کې د پچېراګام ولسوالۍ د امنیت یو کار کوونکی او دوه ملکي وګړي شامل دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنې مسولیت منلی او ادعا یي کړې چې په دې چاودنه کې د پچیراګام د امنیت د مدیریت مرستیال او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي.
چپرهار د ننګرهار د ناامنه ولسوالیو په ډله کې ده چې وخت ناوخت ترینه د بد امنیو خبر راځي.