ماریو مونټي نن د ایټاليې د صدراعظم په توګه لوړه وکړه. نوموړی به له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د ایټالیې د دري شپیتم حکومت مشري کوي.
مونټي چې پخوا د اروپايي ټولنې کمیشنر و کله یې چې د چارشنبې په ورځ خپله کابینه اعلانوله نو ویې ویل چې دا به د ماليې د وزارت چارې هم پر خپله غاړه واخلي.
دا نوي حکومت چې د چارشنبې په ورځ یې ددې هیواد د ولسمشر جیورجیو ناپولیتانو په وړاندې د وفادارۍ لوړه پرځای کړي باید داسې اقتصادي پلان عملي کړي چې په نتیجه کې یې د پانګوالو باور تر لاسه کړي چې ایټاليې به په اقتصادي لحاظ نه ماتیږي او نړیوال پور ته به نه اړ کېږي.
څارونکي خبرداري ورکوي، چې د ایټاليې په اقتصادي ماتیدو سره چې د ایرو زون دریم لوی اقتصاد دی د هغو ټولو ۱۷ هېوادونو د اقتصادي ماتیدو ویره شته چې ایرو د پولي واحد په توګه کاروي.
له بلې په یونان کې د صدراعظم لوکاس پاپا ډیموس نوي ایتلافي حکومت هم د چارشنبې په ورځ د دې هېواد له پارلمان څخه د باور رايې واخیستي.
د نوموړي د حکومت په مخ کې هم تر ټولو ستونزمن کار د یونان د کړکیچن اقتصاد رغول دي چې د دې هېواد د پخواني حکومت د نړېدو لامل شول.