اوباما:په بودیجې کې سپما به په اسیا کې زموږ پوځي پلان شنډ نه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما نن وویل، چې په بودیجې کې سپما به په اسیا کې د امریکا د پوځي پراخ حضور پلانونه شنډ نه کړي او امریکا به د ده په وینا د پاسفیک د یوه ځواک په توګه دلته خپل حضور ته دوام ورکړي.

اوباما له استرالیا څخه د دوه ورځنۍ کتنې په ترڅ کې په کانبییرا کې د دې هېواد پارلمان ته په وینا کې د هغو اندیښنو د لیرې کولو هڅه وکړه چې وایي، واشنګټن به د بودیجې د کسر پر سر د راپورته شوېو مخ په زیاتیدونکو فشارونو له امله دې ته اړ شي چې په اسیا کې خپل حضور کمزوری کړي.

هغه وویل، د متحده ایالاتو د پوځي لګښتونو کمیدل به په تکراروایم چې د اسیا پاسفیک په قیمت تمام نشي.

اوباما او د استرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارد په پوځي برخه کې پرون هغه پلان په ډاګه کړچې له مخې یې د دې هیواد په شمال کې یوه پوځي اډه به د دونیم زره امریکایي پلي سمندري عسکرو کوربه وي.