د پاکستان استخباراتي چارواکي وایي، د جنوبې وزیرستان په قبایلې سیمو کې نن د امریکا د بې پیلوټه مشکوکو الوتکو په حملو کې لږ ترلږه ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو په رسميي ډول نه دي ویلي، چې د سي آی اې بې پیلوټه الوتکې یې په پاکستان کې د حملو پروګرام لري، خو چارواکو مخکي ویلي وو، چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې یې د طالبانو او القاعده شبکې یو شمېر مهم قوماندانان وژلې دي.
د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې تر ډېره حده هغه وسله وال په نښه کیږي چې په افغانستان کې په افغان او امریکایي عسکرو حملې کوي، خو په دې حملو کې پاکستانې طالبان چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، هم وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې په نننۍ حملې کې وژل شوی کسان سیمه اېز وسله وال طالبان وو.