د پیسو نړېوال صندوق افغانستان ته د پور ورکولو پروګرام پیلوي

د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) وروسته له یوه کال خبرو اترو افغانستان ته د یوسلو څلوردیرش میلیونه ډالرو پور ورکول پرون تایید کړل.

د کابل بانک د بحران له امله په دې اړه خبرې اترې د څه وخت لپاره ځنډیدلې وې. ای ایم ایف په کابل بانک کې د پیدا شویو ستونزو له امله دا خبرې بندې کړې وې.

کابل بانک په افغانستان کې په خصوصي برخه کې لوی مالي بنیاد و، چې خلکو ته یې له فساده ډک بهیر په لړ کې چې له ډیرو پوښتنو سره مخامخ وو، په میلیونه ډالره پور ورکړی و.

د ای ایم ایف مقامات وايي، افغانستان حکومت د خپل مالي سیسټم په تنظیم کولو او له کابل بانکه د وړل شویو سلګونوزرو ډالرو په بیرته تر لاسه کولو کې پرمختګ کړی.

د پیسو نړیوال صندوق په نظر کې لري، چې په لومړي پړاو کې افغانستان ته نولس میلونه ډالره ورکړي. خو د ای ایم ایف مرستیال وايي، باید افغان مقامات له کابل بانکه د یو ملیارد ورکو شویو ډالرو د موندلو لپاره خپلو قانوني اقدماتو ته په شدت سره دوام ورکړي.