د ایران په پوځي اډه کې چاودنه پېښه وه که حمله؟

په دې چاودنې کې له جنرال مقدم سره ۱۶ نور پوځيان هم وژل شوي دي.

ایران، د ملي دفاع یو مهم جنرال، د دې هیواد د توغندیو د پروګرام اصلي طراح او ایران ته وفاداره شخص تورن جنرال حسن مقدم خاورو ته وسپاره.

جنرال مقدم چې د ایران ستر مذهبې مشر آیت الله علي خامنه یي ته ډېر ګران و، د سپاه انقلاب ډلې د توپونو او توغندیو د قطعاتو مشر و.

دا چې د جنرال مقدم په جنازې کې په خپله خامنه یي ګډون وکړ، له دې نه هم معلومیږي، چې دی مذهبي مشر ته ډېر نږدې و او په ایران کې یې اوچت مقام درلود.

ایران ویلي، د تهران د لویدیځ په ۴۰ کیلومیترۍ کې د بیدګنه پوځي اډې کې چاودنه په تصادفې ډول، د چاودیدونکو موادو د انتقال پر مهال شوې ده. په دې چاودنې کې له جنرال مقدم سره ۱۶ نور پوځيان هم وژل شوي دي.

ټایم مجلې د دوشنبې د ورځې په ګڼې کې ولیکل، په چاودنې کې د اسراییلو د جاسوسۍ سازمان موساد لاس درلود.

مجلې د لویدیځو استخباراتو د یوه چارواکي په حواله دا خبره کړې خو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

دا منبع وایي، د ایران په دې خبرو باور مه کوﺉ چې وایي، دا یوه تصادفي پیښه وه. دا منبع زیاتوي، د ایران د هستوي وسلو د پروګرام د بندولو لپاره د ورانولو نورې لار هم موجودې دي.

د اسراییلو خبرې رسنیو هم داسې اشارې رسولي، چې دې هیواد د ایران د سپاه انقلاب د اډې په چاودنې کې لاس درلود.

جنرال مقدم یو مهم پوځي و او د چاودنې پرمهال په اډې کې د ده حضور هم شکونه رامنځ ته کوي، چې اسراییلو ممکن دی په پټې حملې کې په نښه کړی وي.

په دي نږدې وختونو کې د ایران د هستوي پروګرام ځیني مهم ساینس پوهان وژل شوې او په کمپویټرونو یې وایرسې حملې هم شوي دي.

ایران د دې کمپیوتري حملو پړه په اسراییلو اچولی او وایي، دوی په دې توګه غواړي د اسلامي جمهوریت اټومي پرګرام ورو کړي.

په واشنګټن کې د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو د مرکز کار پوه انټوني کورډسمان آزادي راډیو ته وویل، تر اوسه داسې کوم شواهد نشته، چې وښیې دا چاودنه د کومې حملې په واسطه شوې او یا دې جنرال مقدم په کې په نښه شوی وي.

“دا داسې چاودنه وه، چې سړی نه پوهیږي، د څه ډول سبوتاژ یا ورانکارۍ په واسطه داسې یوه چاودنه رامنځ ته کیدای شي.

د ایران په هستوي پروګرام او په اټومي توغندیو باندې حمله یوه خبره ده، خو د دومره سترې چاودنې رامنځ ته کیدل د حملې پرځای یو تصادم هم کیداي شي.”

د ایران د سپاه انقلاب د هوایي دفاع قوماندان ډګر جنرال عباس خاني د ایران دولتي رسنیو ته ویلي، ایران د توغندیو د توان زیاتولو په کار کې د جنرال مقدم مرهون او پوروړی دی.

ده زیاته کړه، د دغه شهید د هلو ځلو په نتیجه کې اسلامي جمهوریت د عراق – ایران د جګړې په جریان کې په خپلو توغنديو د عراق زړه هم ویشتلی و. جنرال خاني وایي، د ایران دښمنانو تل غوښتل چې جنرال مقدم په نښه او له منځه یوسي.

په داسې حال کې چې ایراني چارواکي د جنرال مقدم په مړینې ویرجن دي، د اسراییلو دفاع وزیر یهود بارک د ایران د پوځي اډې په چاودنې خوښ دی او وایي، هیله من دی چې دا ډول نورې چاودنې هم وشي.