کابل: په قره باغ کې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړل

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تیرو څلورویشتو ساعتو کې د دولت پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او دولس کسان یې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه وسله وال مخالفین د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د ننګرهار، هلمند او کونړ په ولایتونو کې وژل شوي او نیول شوي دي.

بل خوا د دفاع وزرات له خوا په یوه بله خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یو نظامي عملیات یې هم د پکتیا په سید کرمو ولسوالې کې پیل کړي دي.

د یو خبر له مخې د کورنیو چارو وزرات له خوا په خپره شوې اعلامېه کې راغلي چې نن د یوې چاودنې له امله د کابل د قره باغ په ولسوالۍ کې پنځه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د قره باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغه چاونه کې څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.