"یوشمېر نور هیوادونه او سازمانونه هم له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې غواړي"

ډاکټر سپنتا وايي، دوی ځکه دا اړیکې غواړي، چې افغانستان هڅه کوي، ترڅو د خپل هیواد بشپړ حاکمیت ترلاسه کړي.

افغان حکومت وایي، چې پر امریکا سربیره یوشمېرنور هیوادونه اوسازمانونه هم هڅه کوي، چې له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې ولري.
د دودیزې لویې جرګې د جوړیدو په درشل کې، چې افغان حکومت به له امریکا سره د ستراتیژیکواړیکو په اړه د خلکو له استازو سره سلامشورې وکړي، حکومتي چارواکي وایي، چې یو شمېرنور هیوادونه او سازمانونه هم هڅه کوي، چې له افغانستان سره ستراییژیکې اړیکې ولري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، چې د نړۍ بیلابیل هیوادونه او مهم نړیوال سازمانونه غواړي، چې له دې هیواد سره په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي او اړیکې یې له افغانستان سره ستراتیژیکې او منظمې وي.

ډاکټر سپنتا څرګنده کړه، چې پر امریکا سربیره بریتانیې او فرانسې چې په افغانستان کې ډیرشمېر سرتیري هم لري او دغه راز اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو د لرلو غوښتنې کړي:

"د انتقال پروسې له نږدې کیدو او پیل او په افغانستان کې د ایساف او ناټو په چوکاټ کې د نړۍ د نهه څلویښتو هیوادونو په فعالیتونو کې د بدلون په راتګ سره، هغه کلیدي هیوادونه، چې په دې فعالیتونو کې برخه لري له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لرلو غوښتونکي دي.

دوی ځکه دا اړیکې غواړي، چې افغانستان هڅه کوي، ترڅو د خپل هیواد بشپړ حاکمیت ترلاسه کړي او موږ په دې باور یو، چې د دې هدف لپاره ترتیب شوی سند به ډیر ژر د ملګروملتونو د امنیت له شورا څخه هم تیرشي."

ده وویل، چې بریتانیې د ستراتیژیکو همکاریو د اعلامیې، فرانسې د معاهدې او اروپایي ټولنې له افغانستان سره په اوږدمهال کې د تخنیکي او اقتصادي مرستو د ترسره کولو لپاره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولوغوښتنه کړې.

دودیزه لویه جرګه:

فرانسې، بریتانیې او اروپایي ټولنې د دې ستراتیژیکو اړیکو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په دودیزې لویې جرګې کې سلا مشوره وشي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین وایي، چې د دې هیواد د بهرني سیاست اساسي کرښې هم تنظیم شوي او ډېر ژره به د تصویب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

موږ باید سږکال له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره یوښه لوری وټاکو.

جاوید لودین

ښاغلی لودین وایي، چې روان میلادي کال د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره افغانستان ته ډېر مهم دی او دوی هڅه کوي، چې ورڅخه ډیره ګټه پورته کړي:

"۲۰۱۱ میلادي کال په تیرو لسو کلونو کې له نړۍ سره د اړیکو له کبله د افغانستان لپاره ځانګړی کال دی.

په دې کال کې مهمې پروسې چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې تعینوي، پیل شوي.
موږ باید سږکال له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره یوښه لوری وټاکو."

له هند سره د افغانستان ستراتیژیک تړون:

افغان حکومت له وړاندې نه د پاکستان له مهم سیال هند سره هم په بیلابیلو برخو کې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړی؛ چې له امله یې پاکستان ډیر خوابدی شوی او غبرګون یې هم ښودلی دی.

دغه راز د یوشمېر افغان سیاسي کړیو او څیرو ترڅنګ، ایران او د افغانستان ځینې نور ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند له لاسلیکولو سره هم مخالفت ښودلی او هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي.

خو افغان حکومتي چارواکي وایي، چې په پوځي، اقتصادي، سیاسي او داسې نورو برخو کې د دې هیواد د تقویې لپاره دې ته اړتیا شته؛ چې افغانستان له امریکا او ځینو نورو مهمو هېوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې ولري.