د سوريې چارواکو د عربي هېوادونو د يوې بېړنۍ سرمشريزې د جوړېدو غوښتنه کړې، ظاهراً سوريه د دې هڅې له لارې غواړي د عرب ليګ له خوا د خپل غړيتوب د ځنډولو مخه ونيسي.
حکومت وايي د مشرانو دغه غونډه د دې لپاره راغواړي چې پر عربي نړۍ د سوريې د بحران پر منفي عواقبو خبرې وکړي.
د شنبې په ورځ عرب ليګ يا عربي ټولنې د نومبر له ١٦مې د سوريې د غړيتوب د ځنډولو په هدف رايه ورکړه، ځکه سوريه له عرب ليګ سره د شوې موافقې په عملي کولو کې پاتې راغله چې هغه پر حکومت ضد مظاهرو د فشارونو ختمول وو.
ملګري ملتونه وايي د مارچ له نيمايي راهيسې د اعتراضونو په وړاندې په ځپونکو اقداماتو کې ٣زره او ٥ سوه کسان وژل شوي دي.
پرون ناوخته په زرګونو حکومت پلوه مظاهره چيانو د قطر او سعودي عربستان پر سفارتونو بريد وکړ، قطر او سعودي، په هغو هېوادونو کې شامل دي چې د سوريې د غړيتوب د ځنډولو لپاره يې رايې ورکړې دي.